IQNA

 د پاکستان پاره چنار سیمه بیا په وینو سره شوه

11:23 - January 07, 2024
د خبر لمبر: 3488536
ایکنا-د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې په کورمې ضلعې کې د صده ښارګي سره نزدې په بائي پاس  کې  له پاره چناره د پيښور په لور په تلونکو  دوو ګاډو تکفیری ترهه ګرو برید کړی چې  اته کسان پکې شهیدان او یو شمیر نور هم ټپیان  شوي دي .

ایکنانیوز له اسلام اباده راپور راکوي، د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې په کورمې ضلعې  په تیرو لسو ورځو کې  دا څلورم پنځم ځل دی چې په جرنیلي سړک کې پر ګاډو بریدونه کیږي او تر دې دمهال هیڅ  یو کس نه نیول شوی او نه  ئې هم کوم  چا مسئولیّت منلی دی،خو دا استخباراتي ادارې دي چې په دې  اړه ئې هیڅ داسې جدي ګام پورته کړی نه دی چې ترهه ګر او ورانکار ورځ تربلې لا سپين سترګې شوي  او په ډاډ سره په سیمې کې د حالاتو د خرابولو هڅه کوي او هیڅوک ئې دمخه نیولو نشته . 

  په راپور کې وئيل شوي دي، چې نن سهار هم له پاره چناره  د پیښو ر په لور ناروغان یا کارمندان او دغه راز محصیلینو د خپلو کار ځایونو په لور  روان وو،  چې  له صده ښارګي سره نزدې تکفیری ترهه ګرو په یوه فیلډر  او یوه فلاینګ کوچ ویګن ناتار جوړ کړی چې له امله ئې د یوې ښځې پشمول اته کسان شهیدان او یو شمیر نور هم ټپیان شوي دي .

 داهم و ئيل شوي دي چې په شهیدانو کې ډاکټر نجف علی ، دهغه زوی او د هغه لور  چې د  ایبټ آباد میډیکل پوهنتون د فائينل  محصیله وه ،هم ترسترګو کیږي.  دشیدانو جنازې او ټپیان  د بالیش خیلو امامباړې ته منتقل شوي دي  او د امنیتی مامورانو هم د خپل عادت په اساس له پیښې دوه ساعته  په ځنډ سره  چې د پوځیانو  پُسته هم د پيښې له ځايه  یوازې یو کلومیټر په  فاصلې کې دی.

شهادت ۳ شهروند شیعه پاکستانی در حملات تروریست های تکفیری

 په راپور کې دا هم وئيل شوي چې دا په تیرو لسو ورځو کې  پنځم ځل دی چې په جرنیلي سړک باندې   دغه شان پیښې ترسره کیږي او تر اوسه پورې ئې هیڅ یو  قاتل او جنایتکار سزا نه شو نو په سپين سترګیتوب سره ئې  خپلو جنایتونو او ورانکاریو ته دوام ورکړی او د مخنیوي ئې هم څوک نشته. په راپور کې د ا هم وئيل شوي  چې په کورمې ضلعې کې  حالات یو ځل بیا دترینګلتیا په لور بیول کیږي او  حکومتي  ادارې ئې یوازې ننداره کوي او   ډیره شناندي او کارپوهان وائي چې ممکنه ده  ځیني حکومتي کړئ په دغه  شان ترینګلتیاؤ کې بشپړ لاس لري.

کرم : صدہ بائی پاس پر نامعلوم افراد کی گاڑیوں پرفائرنگ،5 افراد جاں بحق

captcha